تازه خبرونه
په روان کال کې له ټاکنو پرته بله لار نشته- رحیمي
د ټاکنو د څارونکیو بنسټونو له نیوکو وروسته د اجرائيه ریاست ویاند ډاډ ورکړ، چې په روان کال کې د پارلماني ټاکنو له ترسره کولو پرته بله لار نشته.
د اجرائيه ریاست ویاند مجیب الرحمن رحیمي وايي، چې پارلماني ټاکنې د روان کال په لومړیتوبونو کې دي او هڅه کوو، چې دا بهیر د تکنالوژۍ په مرسته تر سره شي.
د نوموړي په وینا؛ حکومت نه یوازې دا، چې په روان کال کې له ټاکنو پرته بله لار نلري، بلکې غواړي ټاکنې شفافې هم ترسره کړي.
د حکومت دغو ژمنو ته بیا د ټاکنو څارونکي بنسټونه د شک په سترګه ګوري.
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ريیس یوسف رشید وايي، چې د کمیسیونونو کړنو او فعالیتونو ته په کتو په روان کال کې هم د ټاکنو د ترسره کیدو شونتیا نشته.
دا په داسې حال کې ده، چې حکومت هم غواړي په درې میاشتو کې د برېښنايي تذکرو امتحاني وېش پیل کړي. دا بهیر د نظر خاوندان د ټاکنو د شفافیت لپاره مهم ګڼي.