تازه خبرونه

که اوربند وغزیږي له وسلوالو طالبانو سره به پر مهمو مسایلو خبرې وشي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د وسلوالو طالبانو لخوا د اختر په درې ورځو کې د اوربند هرکلي په خلکو او دولتي چارواکو کې د سولې او ثبات هیلې راټوکولي دي.

د افغانستان د حکومت د اته ورځني اوربند په درشل کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له آریانا نیوز سره په خبرو کې ویلي؛ هغه شمېر بندیان، چې له مونږ سره په زندانونو کې دي کولی شي تضمین ورکړي او خپل عادي ژوندانه ته وروګرزي. دغه راز په ولایتونو کې ټولو مسوولینو ته د دغو سرتېرو په اړه د څېړنو د بشپړولو سپارښتنه شوې، چې رهبري پرې خبره او د خوشې کیدو پرېکړه یې تر سره کړي.

اوس پوښتنه داده، چې آیا په اختر کې اوربند به دواړه ښکېلې خواوې د سولې په اړه د خبرو اترو میز ته راکاږي؟   

د ملي دفاع وزارت د وسلوالو طالبانو دغه ګام ته په احتیاط غبرګون ښيي او وايي، که اوربند وغزیږي، له وسلوالو طالبانو سره به د زندانیانو د خوشي کولو په ګډون پر نورو مهمو مسایلو هم خبرې وشي.

د ملي دفاع وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش وایي، چې: که همغږي رامنځته شي او اوربند وغزیږي؛ کیدی شي، چې نور مهم مسایل هم د خبرو پر میز راپورته شي؛ خو اوس د اوربند غوښتنه د ټینګار وړ ده.

د ملي وحدت حکومت اجرائيه رييس عبدالله عبدالله وایي: د اوربند اعلام د افغانستان د ټولو خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی. زمونږ ټینګار تل داو، چې جګړه د هېواد د دښمنانو په ګټه ده او په سوله کې د افغانستان خلک وروستي ګټونکي دي.  

د وسلوالو طالبانو پخوانی غړی او سیاسي شنونکی نظر محمد مطمین وایي: د دې لپاره، چې اوربند په راتلونکي کې اصلاح او روان وساتل شي؛ ښه به وي، چې د حکومت او طالبانو تر منځ بندیان تبادله شي. دا کار د دواړو خواوو تر منځ باور ډېروي او دا ډېر ښه پرمختګ دی.

ولس، چې له کلونو راهیسې د جګړو په اور کې کړیږي، درې ورځې اوربند هم لوی غنمیت ګڼي.

د مزار شریف اوسیدونکی سجاد وایي: خوښ یم، چې د اوربند په اړه څرګندونې رامنځته شوې؛ خو له دواړو خواوو غواړم، چې یاد اوربند وغزوي.

محمد اصغر نومی هېوادوال وایي: هیله من یم، چې تلپاتې سوله رامنځته شي. مونږ ټول هیله من یو، چې یوه ورځ ټول طالبان د سولې له بهیر سره یوځای شي.    

ولسمشر غني افغان امنیتي ځواکونو ته امر کړی، چې د روژې له اووه ویشتمې نېټې، چې د سې شنبې له ورځې( د غبرګولي ۲۲) سره برابره ده، پر وسلوالو طالبانو خپل ټول بریدونه ودروي. د ولسمشر د دغه اوربند له اعلان یوه ورځ وروسته وسلوالو طالبانو هم اعلان وکړ، چې د اختر په درې ورځو کې به پر افغان ځواکونو بریدونه نه کوي.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version