تازه خبرونه

له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون خپل مفهوم بایللی!

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د مشرانو جرګې یو شمېرغړي وايي، چې له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون خپل مفهوم بایللی؛ ځکه دغه هېواد نه غواړي په پاکستان کې د وسلوالو سخت دریځو مرکزونه ویجاړ او پر ضد یې رښتینې مبارزه وکړي.

په افغانستان کې ناکراریو په دې وروستیو کې زور اخیستی؛ نو، ځکه مشرانو جرګې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت چارواکي خپلې عمومي غونډې ته رابللي وه، چې له امریکا سره د افغانستان د امینتي تړون د عملي کیدو پر څرنګوالي سپیناوی ورکړي.

د مشرانو جرګې غړي پر امریکا تور لګوي، چې په لوی لاس یې د افغانستان جګړه توده ساتلې او نه غواړي، چې په افغانستان کې امنیت ټينګ شي.

د مشرانو جرګې غړی نظر محمد فقیري وایي؛ امریکا ته معلومه ده، چې د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې دي. ولې یې پر ضد عملیات نکوي؟ سوله له امریکا او پاکستان سره ده، کنه مونږ ولې هره ورځ قرباني کیږو؟   

د مشرانو جرګې بل غړي نادر بلوڅ له امریکایانو سره پر سوله کولو ټینګار څرګند کړ او په ډاګه یې کړه، چې مونږ باید لومړی له امریکایانو سره سوله وکړو. خبرې له همدې لارې غوره پایلې ته رسیږي؛ ځکه، چې حکومت او طالبان د سولې خبرو لپاره له خپلواکۍ بې برخې دي.  

د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي چارو کمیسیون رییس محمد هاشم الکوزی وایي: ډېري ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي. آیا د روان جنګ او اړوند ستونزو په اړه امنیتي تړون، چې له امریکا سره لاسلیک شوی څه کړي دي؟  

د مشرانو جرګې رييس هم وايي، چې په افغانستان کې د ناتو د غوڅ ملاتړ ماموریت او له امریکا سره د افغانستان امینتي تړون؛ ځکه خپل مفهوم له لاسه ورکړی، چې په روانه جګړه کې هره ورځ ټولی- ټولی افغان سرتېري وژل کیږي.  

د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار وایي: غوڅ ملاتړ ماموریت په څه معنا، امنیتي تړون په څه معنا او د نړیوالې ټولنې شتوالی په څه معنا، چې ډلې- ډلې ترهګر مو په هېواد کې پراخې هڅې تر سره کوي؟! ښکاره ده، چې امنیتي تړون یوازې د کاغذ پر مخ لیکلی پاتې دی!   

د ملي دفاع وزیر له امریکا سره د افغانستان د امینتي تړون د ټینګار په اړه مشرانو جرګې ته له رسنیو پټ معلومات ورکړل؛ خو د مشرانو جرګې غړیو ویلي، چې د ملي دفاع د وزیر په خبرو کې داسې ټکي نه ول، چې له رسنیو پټ ساتل شوي وای.

ملي وحدت حکومت د واک او ځواک د تر لاسه کولو پر دوه یمه ورځ له امریکا سره لس کلن امنیتي تړون لاسلیک کړ؛ خو تر دې دمه د ملي شورا په ګډون د بېلابېلو بنسټونو ترنیوکو لاندې راغلی دی.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version