بلخ @ps
په جوزجان کې داعشیانو د مولوي شاکر په ګډون ۱۰ طالبان وژلي
سیمه ییزو چارواکو په ډاګه کړې، چې د جوزجان ولایت د درزآب ولسوالۍ په بي بي مریم کلي کې د داعش پر ښخ شوي ماین د سرپل ولایت سنچارک ولسوالۍ لپاره د نومول شوی طالب ولسوال په ګډون ۱۰ طالبان وژل شوي دي.
د جوزجان امنیتي چارواکو ویلي، چې په دې چاودنه کې یو شمېر طالبان ټپیان شوي هم دي.
د جوزجان والي ویاند محمد رضا غفوري وایي، چې دغه راز د درزآب ولسوالۍ د سردره او بي بي مریم د کلیو په اړوند سیمو کې د داعش او طالبانو تر منځ په نښتو کې ۴ طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د داعشیانو د بلال شبکې یو کس هم ټپي شوی دی.
دغه راز ویل کیږي، چې هوایي ځواکونو د درزآب ولسوالۍ د سردرې د آنتن په اړوند سیمه کې د داعش یو پټنځای پر نښه او بمبارد کړی دی.
سرچینې څرګنده کړې، چې په دې برید کې د داعش د تاجکستان د فاروقي شبکې او د غور ولایت د حافظ شبکې یو ، یو غړی هم وژل شوي دي.
ویل کیږي، چې د دغو دوه کسانو دنده د جلال آباد او درزآب تر منځ مخابروي اړیکې وې او وسایل یې هم له منځه وړل شوي دي.