تازه خبرونه

په افغانستان کې نږدې ۱۶میلیارد دالر بې ځایه لګول شوي-سیګر

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سیګر په تازه راپور کې څرګنده شوې، چې له تېرو ۱۱ کلونو راپدیخوا په افغانستان کې نږدې ۱۶میلیارد دالر بې ځایه لګول شوي دي.

له افغانستان سره پر مرسته شویو پیسو له پخوا راهیسې نیوکې وې او ویل کیدل، چې ډېرې پیسې د قراردادونو پر مهال شخصي جېبونو ته ځي او یو شمېر چپاولګران په کې میلیونران او میلیاردران شول، خو ځینې اوس له غربته جګړو ته مخه کوي.

راپور دا هم په ډاګه کړې؛ دغه پیسې د امریکا د ۵۲ میلیارد مرسته شویو پیسو څخه دي، چې په ناوړه توګه ترې ګټه اخستل شوې او شخصي جېبونو ته تللې دي.

سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو څارونکي بنسټ ویلي؛ له افغانستان سره، چې د امریکا له لوري په تېرو ۱۱ کالو کې کومې مرستې شوې ۱۵،۷ میلیارد یې ضایع شوې دي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم ویلي، چې حکومت له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي دی او د درندو جرمنو څارنوالۍ هم ډېر هغه کسان محاکمه کوي، چې درغلي او فساد یې کړی وي.

اقتصاي کارپوه رومل اتل وايي، حکومت باید د هغو مرسته شویو پیسو د غلا او بې ځایه لګیدنې کلکه پوښتنه وکړي، چې په تېرو کلونو کې د افغانستان د بیارغونې په بهانه شخصي جېبونو ته تللې دي.

افغانستان که څه له اداري فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز او د درندو جرمنو څارنوالي یې رامنځته کړې؛ خو بیا یې هم د اداري فساد مخه نه ده نیولې.

خبریال: خلیل الرحمن امید

Trending

Exit mobile version