تازه خبرونه
په افغانستان کې د ۳۰۰۰ کیلومتره ریل ګرښې لمړنۍ سروې بشړه شوه
د افغانستان د ریل کرښې خپلواکې ادارې مسوولین وايي، چې په هېواد کې د درې زره کیلومتره ریل ګرښې غزولو لمړنۍ سروې بشړه شوې ده.
د افغانستان د ریل کرښې خپلواکې اداري مسوولین وايي، د هېواد د اقتصادي پراختیا او صادراتو لپاره د ریل کرښه مو په لومړیتوبونو کي ځای لري.
دغه راز څرګندوي، چې د ریل کرښې له لارې د هېواد صادارت کولی شي په لږ لګښت نړیوالو بازارونو ته لار پیدا کړي.
د ریل کرښې خپلواکې ادارې ساختماني رییس انجنیر میر ویس غفوري وایي؛ مونږ هڅه کوو، چې له دې لارې خپلې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړو.
د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزی هم له حکومته غواړي، چي د افغانستان اقتصادي پراختیا لپاره د ریل کرښو غزولو ته بشپړه پاملرنه وکړي؛ ځکه که د افغانستان څلورخواوې پر ریل کرښو وتړل شي، نو په صادراتو کي به مو زیاتوالی راشي.
نوموړی سره له دې، چې د ریل کرښې خپلواکې ادارې مسوولینو کارونه د ستایني وړبولي؛ خو له حکومته غواړي، چي په هېواد کې د ریل کرښې پروژو پلي کیدوته پاملرنه زیاته کړي.
دوی مني، چې د دغې پروژې پلي کول ډېر مالي امکانات غواړي؛ خو حکومت باید دغه زمینه برابره او افغانستان له نړۍ سره وتړي.
خبریال: اسلم حجاب