بلخ @ps
په جوزجان کې ۲۰۰ داعشیان له حکومت سره یوځای شول
د هېواد په شمال جوزجان کې له حکومت سره د یو ځای شویو ۲۰۰ داعشیانو عمومي قومندان مولوي حبیب الرحمن ویلي، چې د سوریې له داعش سره یې اړیکې نه درلودې او له خلکو یې د عشر او زکات راټولولو له لارې وسلې او مهمات را نیول.
تسلیم شوي داعشیان، چې په دې وروستیو کې یې د دولت پروړاندې خپل سنګر تود ساتلی ول اوس له حکومت څخه غواړي، چې له دوی سره پر خپلو ژمنو ودریږي او عادي ژوند ته یې پریږدي.
په جوزجان کې د داعشي قومندان مرستیال مفتي نعمت وایي، چې په حکومت کې د یو لړ نیمګړتیاوو او د یو شمېر حکومتي کسانو شخصي اغراضو اړ کړو، چې وسله راواخلو او پر وړاندې یې وجنګیږو. د نوموړي په خبره؛ حکومت باید اوس دغو خلکو ته بشپړه پاملرنه ولري؛ ځکه، چې د راتلونکي ډاډ څوک نشي ورکولی.
کم عمره هلکان، چې له داعشیانو سره په یوه سنګر ول وايي، چې د خپلو داعشي ښوونکیو لخوا یې دیني او جګړه ییزې روزنې تر لاسه کړي دي.
عبدالحمید نومی کم عمره هلک، چې له داعش سره ملګری شوی و وايي؛ د روزنې پر مهال یې یو لاس پرې شوي دي.
د جوزجان والي لطف الله عزیزي وايي؛ هیله من یم، چې ستاسې په راتګ د قوش تپې له لس زره ډېرې بې ځایه شوې کورنې بېرته خپلو کورونو ته ستنې شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د داعش وسلوالو له تسلمیدو سره به په درزآب او قوش تپه کې امنیت ښه شي او له ۵۰ ډېر تړل شوي ښوونځي د څه نا څه دېرش زره زدکوونکیو لپاره پرانیستل شي.
د درزآب او قوش تپې ولسوالیو اوسیدونکي وايي، چې داعش پرې سخت ظلمونه کړي؛ که دغه ۲۰۰ تسلیم شوي داعشیان محاکمه نه شي؛ دوی به بیا وسله راپورته کړي او د حکومت او خلکو په وړاندې به وجنګیږي.
د یادونې وړ ده، چې دغه داعشیان شبرغان ښار ته رالیږدول شوي دي.