مهم خبرونه
له بندیزونو څخه د امریکا موخه د ایرانیانو وېشل دي- حسن روحاني
د ایران ولسمشر د دغه هېواد پرضد د امریکا د بندیزونو بیا پیلېدل؛ رواني جګړه ونوموله، چې موخه یې د ایرانیانو وېشل دي.
حسن روحاني په خپله تلویزیوني وینا کې وویل، امریکا له یوې خوا د اتومي خبرو له پیلولو غږیږي او له بلې خوا بندیزونه لګوي.
نوموړي وویل: ترمپ د ایراني ملت خلاف رواني جګړه او په ولس کې نفاق اچول غواړي. د ده له خبرو سره هممهال بندیزونه، له تصور لوړ دي او د ایران پرماشومانو، ناروغانو او ولس بندیزونه لګوي.
اروپايي ټولنې د دې بندیزونو په غبرګون کې د هغو شرکتونو د خوندیتوب ژمنه کړې، چې روا یا مشروع سوداګري کوي.
تېره ورځ د امریکا ولسمشر د یوه فرمان له لاسلیکولو سره د ایران پرضد ځینې اتومي بندیزونه بیا پیل کړل، چې نن د سې شنبې پر ورځ پلي کېږي.
د امریکا د بندیزونو پرېکړه له هغې وروسته اعلام شوې، چې دغه هېواد د روان کال په لومړیو کې له ایران سره له اتومي تړونه ووت.