بلخ @ps

په شمال کې د څو ولایتونو مرکزونه د سقوط له ګواښ سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امنیتي بنسټونو په خبره؛ دا مهال د ټول هېواد په لس ولایتونو کې جګړه روانه ده؛ د فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو مرکزونه له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.

د هېواد په شمال کې د څو ولایتونو اوسیدونکي امنیتي بنسټونه د شته ګواښونو په وړاندې په بې پروایۍ تورنوي او وایي، طالبانو د بریدونو لپاره چمتوالی نیولی دی.

د شبرغان ښار اوسیدونکی عتیق الله وایي، طالبان د ښار په شاوخوا نږدې سیمو کې فعال حضور لري او له شبرغان پرته نورې ټولې سیمې ناامنه دي.

په فاریاب کې د سولې شورا د دفتر رییس مولوي جلالي وایي، چې مونږ له ښکېلو خواوو د سولې غوښتنه کوو؛ ځکه د امنیتي ځواکونو تلفات ډېر دي او هر یو یې پلار او مور لري.       

امنیتي او دفاعي مسوولینو، چې کله شمال ته سفرونه کړي، تل یې د پوځي عملیاتو د پیل کیدو او پوځي ګواښونو د له منځه تلو خبره کړې؛ خو اصلي پوښتنه دا ده، چې که څه هم استخبارات له وړاندې د ګواښونو په تړاو خبرتیا لري، خو د ګواښونو د مخنیوي په تړاو ناوخته اقدام کوي!

پخواني پوځیان د دې ګواښونو په وړاندې د امنیتي ځواکونو سرسري چلند او د پوځي عملیاتو په اجرا کې ځنډ د پوښتنې وړ موارد بولي.

پخوانی پوځي محمدآګل مجاهد وایي: ستونزې شته؛ د امنیتي ځواکونو امکانات تر هغه حده ندي، چې د هېواد په ټولو برخو کې جګړه وکړي او د دغې جګړې لپاره لوژستیکي چمتوالی هم ستونزه ده.          

دا باور هم شته که امنیتي بنسټونه په دغو سیمو کې په بیړه عملیات تر سره نکړي؛ دا ولایتونه به هم د غزني پر برخلیک واوړي؛ خو دفاع او کورنیو چارو وزارتونه وایي، ژر به د طالبانو د ځپلو لپاره ځمکني او هوايي عملیات پیل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي: مونږ پخپل ټول ځواک د طالبانو پر وړاندې ولاړ یو او دا ډله به خپلو موخو ته ونه رسیږي.    

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش وایي:  همدا اوس د لوی درستیز مرستیال په فاریاب کې  دی او له مخالفانو څخه د سیمو د پاکولو پر عملیاتو کار کوي.       

په داسې حال کې، چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو مخالفانو تر منځ د هېواد له بېلابېلو سیمو څخه د نښتو راپورونه ورکول شوي؛ د پکتیا ولایتي شورا، ان پر ګردیز ښار د طالبانو د ډله ییز برید له چمتووالي خبر ورکړی دی.

خبریال: شاهپور فرهمند

Trending

Exit mobile version