سیمه ییز خبرونه

په خوست کې د ۲۴ میلیون افغانیو پر لګښت دوه استنادي دیوالونه جوړ شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکي وایي، په خوست کې د ۲۴ میلیون افغانیو پر لګښت دوه استنادي دیوالونه د اوبو او انرژۍ وزارت له پرمختیایي بودجې جوړ او سلګونه جریبه ځمکه یې د سیلابونو له ګواښه وژغورله.

د خوست ولایت د اوبو د تنظیم رییس محمد نسیم کریمی وایي، د خوست په مرکز متون کې دا دیوالونه د ۱۶۰۰ متره پر اوږدوالي د یوه کال په موده کې جوړ شوې، چې د اوبو او انرژۍ وزرات له لورې ۲۴ میلیون  افغانۍ لګښت پرې شوی دی.

د نوموړي په وینا؛ له دې استنادي دیوالونو څخه ۱۴۰۰ کورنۍ ګټه پورته کوي او ۴۷۰ جریبه سیلابونو تخریب کړې ځمکه به بیا آباده شي.

ځایي اوسیدونکي خوښ دي او وایي،  پخوا به د سیلابونو د راتلو پر وخت ځمکې اوبو وړې؛ خو اوس به یې ځمکې د سیلابونو له زیانه وژغورل شي.

هغه زیاته کړې، چې خپل اړوند وزارت ته یې د لسګونه، بندونو، ویالو او استنادي دیوالونو د جوړولو سروې او غوښتنې لیږلي او تمه ده، چې په روان کال به په دې برخه کې یو شمېر پروژې منظورې او پیل شي.

ځایي خلک هم خوښ دي او وایي، اوس به یې ځمکې د سیلابونو له ګواښه وژغورل شي.

خبریال: فریدالله ظاهر

Trending

Exit mobile version