تازه خبرونه

په امریکا کې د سپتمبر یوولسمه ۱۷ کلنه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په امریکا کې د سپتمبر یوولسمه ۱۷ کلنه شوې، چې سملاسي وروسته د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو افغانستان ته مخه کړه او په دې اووه لس کلونو کې یې له پراخ حضور سره سره ناامني ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې ده.

القاعدې شبکې د دوه الوتکو په کارولو په نیویارک کې دوه اسمانڅکې ودانۍ ووهلې او له دوه ساعتونو وروسته را ونړېدې، چې په کې نږدې درې زره کسان ووژل شول.

دا په امریکا کې لومړۍ خونړۍ پېښه وه، چې له تر سره کیدو سره سم یې د بنسټ پالو ډلو په تړاو پالیسۍ هم بدلون وموند.

پوځي شنونکی جاوید کوهستاني ویلي، چې تمه کیده، چې د سپتمبر له دې پېښې وروسته به د امریکا سیاست بدلون وکړي او په افغانستان کې به حالات ښه شي؛ خو امریکا دا کار تر سره نکړ او هېواد مو د نړیوالو سیالیو پر ډګر بدل شو.

د ولسي جرګې ځینې غړي وایي، له دې برید وروسته تمې دا وې، چې امریکا به ټولې ترهګرې ډلې په نښه کړي؛ امریکا افغانستان ته ځواکونه را ولیږل، خو د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو لپاره یې کار ونکړ.

د مشرانو جرګې غړی جمعه الدین ګیانوال وایي، چې  د سپتمبر له ۱۱ وروسته، چې امریکایان افغانستان ته راغلل نه ورسره حالات ښه شول او نه یې د ترهګرو لمنځه وړل وڅارل؛ اوس۷۰ سلنه خاوره د وسلوالو مخالفانو تر اغېز لاندې ده. په داسې حال کې، چې امریکا ته د ترهګرو ځالې معلومې دي، د ناروغانو د درملنې ځای پېژني او پوهیږي، چې څنګه کار کوي؛ خو د لمنځه وړلو لپاره یې هیڅ هم نکوي.               

د مشرانو جرګې غړې لیلما احمدي وایي، چې د احمد شاه مسعود له ترور دوه وروسته  د سپتمبر پېښْه رامنځته شوې او نړۍ له تروریزم سره مخ شوه. مونږ له نړیوالو غواړو، چې د تروریزم د لمنځه وړلو لپاره دې کار وکړي کنه یو ځل بیا به له ستونزو سره مخ شي.

سیاسي او پوځي کارپوهان وایي، چې د ترهګرو د هڅو بهر په ځانګړي توګه په پاکستان کې تنظیمیږي او د افغانستان له متحدانو هم غوښتنې دا دي، چې د ترهګرو ډلو خلاف بریدونه وکړي له دې پرته به هر ډول تګلارې بې اغېزه وي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version