تازه خبرونه

په جلال آباد ښار کې چاودنې ۵ کسان ټپیان کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار ولایت امنیتي سرچینو ویلي، چې د پنجشنبې پر سهار شاوخوا اووه بجې د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې د برښنا ریاست د اړوند سیمې په پلورنځیو کې چاودنه رامنځته شوې ده.  

 د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، چاودنه د ښار په اړوند سیمه د خوراکي توکو په یوه پلورنځي کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار ولایت د امنیت آمر وایي، چې د چاودنې بڼه تر دې دمه معلومه نده؛ خو په اړه یې څېړنې روانې دي.

هغه زیاتوي، په چاودنه کې پېنځه تنه ټپيان شوي، چې ټول ملکي وګړي دي او د نورو پلورنځیو د سوځیدو مخه نیول شوې ده.

د نوموړي په وینا؛ ټپیان د پولیسو له لوري حوزوي روغتون ته لیږدول شوي، چې روغتیایي حالت یې د اندېښنې وړ ندی.

د یادونې ده، چې دوه میاشتې مخکې پر ادارو ډله ییز بریدونه ډېر ول؛ خو له تېرو څو ورځو راپدیخوا د ښار په بېلابېلو سیمو کې د چاودیدونکیو توکو د چاودنو له کبله مرګ و ژوبله رامنځته شوې، چې وروستۍ هغه یې د جلال آباد تورخم پر لویه لار د یوه سیمه ییز قومندان پر ضد په لاریون کې د ځانمرګي برید پر لامل ۶۸ کسان وژل شوي او ۱۶۸ نور ټپیان شول.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version