تازه خبرونه

په بلخ کې له ۹ ورځني ځنډ وروسته د ټاکنو کمیسیون ور خلاص شو

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په بلخ کې د لوی ملي ائتلاف پلویانو، چې له تېرو ۹ ورځو راپدیخوا یې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخې ته د تحصن خیمه درولې وه؛ نن یې د یو لړ شرطونو په وړاندې کولو د ټاکنو خپلواک کمیسیون کارکوونکیو ته د کارکولو اجازه ورکړه، چې خپل کارونه بیا پیل کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تېره ورځ ویلي وه، چې په ټاکنو کې د بایومتریک سیستم د کارونې لپاره څېړنې روانې دي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي ویلي، چې د بایو متریک دوه ویشت زره دستګاوې ټاکل شوي له جرمني څخه وپېرل شي او د ټاکنو پر ورځ به په آف لاین ډول کار وکړي.

نوموړي دا هم په ډاګه کړې، چې د بایو متریک په اړه څېړنې اویا په سلو کې بشپړې شوي او تر اوسه ۳۰ سلنه تخنیکي پوښتنې پاتې دي، چې د اوونۍ تر پایه به پای ته ورسیږي.

په ټاکنو کې د بایومتریک سیستم کارول او ترې د سیاسي ګوندونو څارنه هغه شرطونه دي، چې حکومت ته وړاندې شوي وه.

د ټاکنو پر ورځ د رای ورکوونکیو د بایومتریک کیدو سیستم کارول د سیاسي ګوندونو د پرلپسې غوښتنو پایله ده.

د یادونې ده، چې اوس یوازې په کندهار کې د لوی ملي ائتلاف پلویانو د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخې ته د تحصن خیمه وهلې او د اړوند کمنیسیون کارکوونکي کارکولو ته نه پریږدي.

Trending

Exit mobile version