تازه خبرونه

په افغانستان کې د امریکا روانه ۱۷ کلنه جګړه ناکامه ده

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا پیو نومی څېړنیز مرکز وایي؛ د امریکا شاوخوا نیمایي ځوانان باوري دي، چې امریکا په افغانستان کې په خپل اووه لس کلن حضور کې اوس هم خپلو موخو ته نده رسیدلې.

اووه لس کاله مخکې پر همدې ورځ امریکایي ځواکونو په افغانستان کې د القاعده او طالبانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړل؛ خو دا دی د  اووه لس کلونو پر تېرېدو اوس هم القاعده او طالبان هڅې لري. په داسې حال کې، چې زرګونه بهرني سرتېري او لسګونه زره افغان ځواکونه په دې موده کې ووژل شول او میلیاردونه دالر هم ولګیدل.

افغان کارپوهان هم د افغانستان لپاره د امریکا تګلاره ناکامه بولي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار وایي، د افغانستان لپاره د ترمپ تګلارې مثبته پایله نلري.

د افغانستان د ملي امنیت شورا پخوانی سلاکار رنګین دادفرسپنتا وایي، د ترمپ نوې تګلارې د افغانستان په امنیتي حالت کې د پام وړ بدلون ندی راوستی او اوس هم هېواد بې ثباته دی.            

دغه راز د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي امریکا ته یو لړ نصیحتونه کوي او وایي، امریکا باید له پاکستان سره خپلې اړیکې د افغانستان مسالې ته په پام او د هند له عینکو ونه ویني او دا تېروتنه ده، چې تمه ولرو د امریکا او پاکستان تر منځ دې ټول توپیرونه په یوه ورځ کې حل شي.

شنوونکي وایي، په افغانستان کې جګړه؛ ځکه دوام لري، چې پاکستان له ترهګرو ملاتړ کوي.

سیاسي شنوونکی نصرت الله حقپال په دې باور دی، چې  اړتیا ده د جګړې تګلاره بدله شي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې افغانانو د مخدره توکو، بیارغونې او د تروریزم په وړاندې په مبارزه کې د پام وړ لاسته راوړنه نلري او نه یې په اړه کومه اراده شته.

ګارډین بریتانوي ورځپاڼې د یوه راپور په خپرولو څرګنده کړې، چې په تېرو اووه لس کلونو کې دوه سوه اووه لس زره افغانان وژل شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا په مشرۍ د ناتو ځواکونو تر حضور وروسته تېرو اووه لس کلونو کې درې زره پېنځه سوه شپږ څلویښت بهرني سرتېري وژل سوي دي.

خبریال: روهید اندیشمند

Trending

Exit mobile version