تازه خبرونه
په بلخ او فاریاب ولایتونو کې ۱۱۳ طالبان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
چارواکو ویلي، چې د بلخ په چاربولک او د فاریاب په شیرین تګاب ولسوالیو کې د افغان او غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو په ګډو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې ۱۱۳ وسلوال طالبان وژل شوي، ۱۱ مو نیولي او ۹ نور ټپیان دي.
د دفاع وزارت ویاند غفور جاوید دا هم په ډاګه کړې، چې دغه عملیات د غوڅ ملاتړ ماموریت او ملي دفاع وزارت د ځواکونو لخوا تر سره شوي ، چې ډېر یې د فاریاب ولایت په شیرین تګاب ولسوالۍ کې وژل شوي دي.