بلخ @ps

په بګرام کې ځانمرګي برید مرګ و ژوبله رامنځته کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ د (سه دوکان) په اړوند سیمه کې د چارشنبې پر ورځ ماښام مهال ځانمرګي بریدګر دوه ولسي وګړي وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د پروان والي ویاند وحید شهکار پېښه منلې او وایي، چې برید د بهرنیو ځواکونو پر یوه موتر شوی؛ خو له ځاني زیان یې څه ندي ویلي.  

په افغانستان کې پرېکنده ماموریت تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو د چاک جمهوریت چارواکو منلې، چې په دې پېښه کې د دوی پېنځه سرتېري ټپیان شوي دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د دغې پېښې مسوولیت منلی دی.

Trending

Exit mobile version