تازه خبرونه

له افغان حکومت سره د خبرو چمتوالی نلرو- طالب استازی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر په مسکو کې له افغان حکومت سره د هر ډول خبرو په ردولو ټینګار کړی او وایي؛ تر هغې، چې امریکا خپل سرتېري له افغانستان ونه باسي او له تور نوملړه د طالبانو نوم لیرې نکړي له افغان حکومت سره به خبرو ته چمتوالی ونلرو.

د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشر له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې دوی د افغان حکومت پرځای له امریکا سره مذاکره غواړي.  

د مسکو په ناسته کې د طالب پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي په ډاګه کړې، چې: د مسکو غونډه له کابل سره د مستقیمو خبرو د پيل په موخه نده جوړه شوې. په همدې خاطر مونږ په لومړي قدم کې د افغانستان حکومت په رسمیت نه پېژنو، دا رژیم د خلکو په رایه ندی جوړ شوی. دا حکومت د فشارونو په پایله کې رامنځته شوی دی.

دغه راز د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر د افغانستان د ستونزې د اوارۍ لپاره د دا ډول غونډو هرکلی کړی او ټینګار کوي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو وتل د دوی بنسټیزه موخه ده.

د پلاوي مشر زیاته کړې، چې مونږ د افغانستان له حکومت سره هم خبرې کوو؛ خو مخکې باید امریکا له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ایستلو مهالوېش اعلان کړي او امریکا په دې اړه نړیوال تضمین راوړاندې کړي.

د طالب مشرعباس ستانکزي د څرګندونو له مخې؛ امریکايي سرتېرو د افغانستان په جګړه کې له کیمیاوي وسلو کار اخیستی، چې له کبله یې د ورځې لسګونه کسان وژل شوي دي.

هغه وایي، چې: هره ورځ په افغانستان کې لسګونه کسان له دواړو خواوو وژل کېږي. په دې جګړه کې هر ډول وسلې، سپکې او درندې ان کیمیاوي وسلې هم پر افغانانو وکارول شوې.

د مسکو غونډې ته ایران، چین، ازبکستان، پاکستان او ترکمنستان هم خپل استازي ورلېږلي وه؛ خو نیوکې دادي، چې امریکا او روسیه د افغانستان د سولې بهیر د وسیلې په توګه کاروي.

د نړیوالو چارو کارپوه نصرت الله حقپال وایي: امریکا، روسیه او د هغو متحدین هڅه کوي، چې پر خپل محور د افغانستان د سولې بهیر راوڅرخوي؛ خو روسیه د افغانستان پر چارو او طالبانو دومره برلاسي ندي، چې وکولی شي د امریکا له رضایت پرته له طالبانو سره مذاکره وکړي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر د ښځو د حقونو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې دوی د اسلام له نظره د ټولو ښځو او نرینه وو حقونو ته ژمن دي؛ خو نشي کولی، چې د لویدیځو هېوادونو په څېر ښځو ته حقوق ورکړي.

Trending

Exit mobile version