تازه خبرونه

په افغانستان کې ۶ امریکایي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې پرېکنده ملاتړ ماموریت څرګنده کړې، چې نن سې شنبه د غزني ښار ته نږدې په یوه چاودنه کې درې امریکایي سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د ناتو  د څرګندونو له مخې یو امریکایي قراردادي هم په دې پېښه کې ټپي شوی دی.

دوی دا هم په ډاګه کړې، چې ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوي دي.

ناتو زیاته کړې، چې د وژل شویو سرتېرو بشپړ هویت به له ۲۴ ساعتونو وروسته په ډاګه شي.

اوسمهال امریکا په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۴ زره سرتېري لري، چې ډېر یې افغان ځواکونو ته روزنه او مشوره ورکوي.

د ګزارشونو له مخې؛ تر دې دمه په روان میلادي کال کې ۱۱ بهرني سرتېري په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.     

 

Trending

Exit mobile version