تازه خبرونه

په افغانستان کې پوځي همکاري روانه ساتو- د بریتانیا ستردرستیز

Published

on

Last Updated on: لړم ۲, ۱۴۰۱

د بریتانیا ستر درستیز جنرال نیکولا پتریک کارتر د شنبې پر ورځ(د مرغومي ۱) په سپیدار ماڼۍ کې د افغانستان له اجرائیه رییس عبدالله عبدالله سره ولیدل.

د اجرائیه ریاست د خبر پاڼې له مخې؛ په دې کتنه کې جنرال کارتر اجرائیه ررس ته ډاډ ورکړی، چې بریتانیا په افغانستان کې خپلې پوځي همکارۍ روانې ساتي.

خبرپاڼې دا هم څرګنده کړې، چې دواړو خواوو د سولې پر خبرو، ولسمشریزو ټاکنو او د افغانستان پر سیمه ییزو اړیکو هم خبرې کړې دي.

دغه راز د حکومت اجرائیه رییس د بریتانیايي ځواکونو له شتون او پوځي همکاریو او د افغان امنیتي ځواکونو له غښتلي کولو مننه کړې ده.

د بریتانیا ستر درستیز هم د ترهګرو په وړاندې د افغانستان له وسلوال پوځ څخه د تلپاتې ملاتړ ډاډ څرګند کړ او وایي، چې په دې اړه به خپلې مرستې او همکارۍ روانې ساتو.

بریتانیا دمګړۍ په افغانستان کې ۱۱۰۰ سرتېري لري، چې د دغه هېواد د سیاسي بنسټونو د امنیت ساتنې او له افغان امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ تر څنګ د مشورې او ښوونې او روزنې دندې تر سره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر ترمپ د خپل هېواد پوځي چارواکو ته سپارښتنه کړې، چې تر راتلونکيو څو میاشتو پورې په افغانستان کې د میشتو سرتېر شمېر سم نیم را کم کړي.

Trending

Exit mobile version