تازه خبرونه

په افغانستان کې باید امریکا نه، بلکې روسیه، هند او پاکستان وجنګیږي- ترمپ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د نوي کال د کابینې په لومړۍ ناسته کې د خبرو پرمهال وویل: هند هلته(افغانستان) دی، روسیه شته، چې یو مهال شوروي اتحاد و، د افغانستان جګړې ترې روسیه جوړه کړه او کمزوري شول. پاکستان هم هلته دی؛ دوی باید په افغانستان کې جنګ وکړي.

ترمپ دغه راز په افغانستان کې د خپلو سیمه ییزو ملاتړ کوونکیو په ځانګړي توګه د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي هغو مرستو ته په نغوته کې، چې څو ځله یې ترې ورته یادونه کړې ویلي، چې په افغانستان کې  یې یو کتابتون جوړ کړی. په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د دغه کتابتون ټول لګښت د امریکا د پېنځه ساعتونو له لګښت سره برابریږي.

دغه راز ښاغلی ترمپ په افغانستان کې د خپل پخواني دفاع وزیر له کړنو ناخوښی دی.

جنرال جیمز متیس، چې په افغانستان او عراق کې د لیوني سپي نوم خپل کړی؛ ترمپ یې د افغانستان په جګړه کې ناکام بولي او له همدې کبله یې له اړوند دندې لیرې کړ.  

د ملي وحدت حکومت ځانګړیو مشسرانو تل ویلي، چې د افغانستان په ننګرهار ولایت کې طالبانو او داعشیانو پر ماشو ګوتې ایښي او له یو او بل سره له میاشتو راپدیخوا جنګیدلي دي. د امریکا متحده ایالات امر کوي، چې امریکایان باید د دغو سیالو ډلو د جګړې ډګر ته وردننه نشي او پریدي، چې دواړه ډلې تر وروستۍ سلګۍ وجنګیږي؛ ځکه دواړه د امریکایانو دښمنان دي.  

ترمپ زیاته کړې، چې: طالبان مو دښمانان دي. داعش مو دښمنان دي. څلور پېنځه اوونۍ مخکې مې خپلو جنرالانو ته یوه سیمه وښوده، چې طالبان هلته دي او داعشیان هلته دي او دواړه  له یو او بل سره په کې جنګیږي. ما وویل؛ ولې یې نه پریدو، چې په خپلو کې وجنګیږي؟ ولې یې مونږ د جګړې ډګر ته ورودانګو؟

د افغانستان په روانه جګړه کې د ترمپ بې حوصلګي پر داسې مهال راڅرګندیږي، چې د افغانستان د سولې استازی یې له میاشتو میاشتو راپدیخوا له طالبانو او د اړوند سیمې له هېوادونو سره پر خبرو اخته پاتې شوی او تازه ناسته به یې هم ډېر ژر په جده کې له طالب استازیو سره تر سره شي.  

Trending

Exit mobile version