تازه خبرونه

په خوست ښار کې چاودنې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د خوست ښار سيپن جومات ته نږدې په یو موترسايکل کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکیو توکو چاودنه کړې، چې ترې  ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د خوست د ملکي روغتون اداري مدیر بلال وایي، دوی ته د چاودنې له ځایه تر دې دمه د ملکي وګړیو دوه جسدونه او 25 ټپیان رالیږدول شوي دي.

یو شمېر نورو سرچینو څرګنده کړې، چې په دې پېښه کې ۳۱ کسان ټپیات دي.

د خوست امنیه قومنداني د پېښې پخلی کوي؛ خو د ځاني زیانونو په اړه څه نه وایي.

تر دې دمه د پېښې مسوولیت چا پر غاړه ندی اخیستی.

Trending

Exit mobile version