تازه خبرونه

په روزګان او زابل کې ۱۵ وسلوالو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کندهار د ۲۰۵ اتل قول اردو د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د روزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند په خانقه سیمه کې د افغان دفاعی او امنیتی ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۴ وسلوال وژل شوي، ۷ ټپیان دي او ۳ مشکوک کسان نیول شوي دي.

همدارنګه څرګند- شوې، چې د زابل ولایت د میزانې ولسوالۍ د شیکان په اړوند سیمو کی هم دوه  وسلوال وژل شوي او دری نور تپیان دي.

دغه عملیات په تېرو څلیریشت ساعتونو کې تر سره شوي دي.

روزګان د هېواد یو له ناامنو ولایتونو څخه دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې وسلوال طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.

Trending

Exit mobile version