پرمختګ او بشپړتیا

په افغانستان کې د انترنت بیه پنځوس په سلو کې راټيټيږي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولین وايي؛ له اروپا سره د ختیځې او لویدیځې آسیا نښلوونکې TA SIM پروژې غړیتوب مو ترلاسه، چې د دغې پروژې له درکه به افغانستان د پام وړ عواید تر لاسه او په افغانستان کې به د انترنت بیې سمې نیمې را ولویږي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت مسوولینو ويلي؛ له انترنتي پلوه له سیمې سره د افغانستان د نښلولو په لړ کې یې د TA SIM پروژې غړیتوب تر لاسه کړ، چې میاشت وروسته به په افغانستان کې د انترنت بیه پنځوس په سلو کې را ولویږي.

د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د دې پروژې عملي کار پیل شوی او د پرمختګ لپاره به یې د آذربایجان، ترکمنستان او افغانستان ترمنځ یو تړون هم لاسلیک شي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ویاند سایرځلاند وایي، چې له دغې پروژې سره به نه یوازې عواید تر لاسه شي، بلکې له ښه کیفیت لرونکي او ارزانه انترنت څخه به هم برخمن شو.   

د نوري فایبر دغه پروژه له افغانستان څخه، تاجکستان، قزاقستان، چین او هانکانګ ته غزیږي او ختیځه او لویدیځه آسیا به له اروپا سره وتړي.

 خبریال: انصارالله نعمت

Trending

Exit mobile version