تازه خبرونه

په افغانستان کې د مدافع وکیلانو شمېر د اندېښنې وړ دی- سروردانش

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ولسمشر دوه یم مرستیال وايي؛ د افغانستان وګړیو ته په کتو په افغانستان کې لږ تر لږه پېنځلس زره مدافع وکیلانو ته اړتیا ده، چې اوس یې شمېر پېنځه زره ته رسیږي.

په قضايي پېښو کې مدافع وکیلانو ته د تورنو کسانو نه لاسرسی یوه لویه ستونزه ده، چې بشري حقونو هم پرې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ولسمشر مرستیال سرور دانش وايي، چې وګړیو ته په کتو په هېواد کې باید پېنځلس زره مدافع وکیلان فعال وي، چې د ده په وینا اوس یې شمېر یوازې پېنځه زره ته رسیږي.

نوموړی زیاتوي؛ د دفاع وکیل د فرهنګ نه بنسټیزه کیدل، عدلي او قضایي بنسټونو ته نه درناوی او مدافع وکیلانو ته احترام نکول هغه څه دي، چې یو لړ ننګونې یې رامنځته کړې دي.

د عدلیې وزیر هم د مدافع وکیلانو کموالی د اندېښنې وړ ګڼي.

د عدلیې وزیر عبدالبصیرانور وایي، چې زمونږ۷۷ حقوقي بستونه د نړیوال بانک له ملاتړه بې برخې شول، چې دې کار له ډېرستونزو سره مخ کړي یو.   

حقوقپوهان په دې باور دي؛ په ځينو مواردو کې تورن کسان مدافع وکیلانو ته لاسرسی نلري، چې په قضايي پرېکړو کې د تورنو کسانو حقوق تر پښو لاندې کیږي. 

Trending

Exit mobile version