تازه خبرونه
په دوحه کې د طالبانو او امریکایانو دوه ورځنۍ خبرې تر سره شوې
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي؛ په پرونۍ او نننۍ ناستو کې زلمي خلیلزاد طالبانو ته ډاډ ورکړی، چې امریکایي ځواکونه به ووځي.
که څه هم د امریکایانو او طالب استازیو د ناستو په تړاو راپورونه خپاره شوي؛ خو طالبانو تېره ورځ تائید کړه، چې د عباس ستانکزي په مشرۍ د طالبانو اته کسیز پلاوي د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکایانو له یوولس کسیز پلاوي سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې کتلي او د دوی ترمنځ د څلورم پړاو خبرې به د سې شنبې پر ورځ هم روانې وي.
د سولې عالي شورا له طالب استازیو سره د زلمي خلیلزاد د ناستو له دوام راضي نده؛ خو هیله لري، چې دا ناسته د افغان حکومت او طالبانو د استازیو تر منځ د مخامخ ناستې لپاره د زمېنې برابرولو لپاره وروستۍ وي.
د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وايي، چې هیله من یو، چې دا ناستې نورې اوږدې نشي؛ ځکه، چې د افغانانو له ګډون پرته دغه راز ناستې به پر سوله او ثبات هیڅ راز اغېز ونلري.
طالبانو ته نږدې سرچینو ویلي، چې دواړو لوریو له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او دغه راز پدې خبرې وکړې، چې له افغانستان څخه به بل هېواد ته هیڅ ګواښ متوجه نشي.
د طالبانو پخوانی غړی سید اکبرآغا وایي، چې طالبان غواړي امریکا ډاډمنه کړي، چې د افغانستان لخوا به دغه هېواد نه ګواښل کیږي او زلمی خلیلزاد به هم طالبانو ته دا ډاډ ورکوي، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د قطر په ناسته کې پر همدغو دوه خبرو بحث شوی دی.
لدې ناستو سره په یوه وخت کې د امریکا دفاع وزارت خبرداری ورکړی، چې واشنګتن له افغانستان څخه د ځواکونو د ویستلو لپاره هیڅ پروګرام نلري.
د امریکا دفاع وزارت ویاند کني فالکینر وایي، چې دا مهال مونږ له طالبانو سره د خبرو اترو ملاتړ راوان ساتو. تر اوسه زمونږ په روانو عملیاتو او د ځواکونو په جوړښت کې، چې غواړي ترهګر وڅاري او په نښه کړي؛ هیڅ بدلون ندی راغلی.
د سولې عالي شورا ویلي، چې د افغانستان د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع د را منځته کولو په موخه د دغې شورا د دارالانشا رییس عمر داوود زی د چارشنبې پر ورځ چین ته د یوه درې کسیز پلاوي په مشري ځي.