تازه خبرونه

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کیدو په اړه د ناتو نیت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ناتو ځواکونو سرمنشي ويلي، چې په افغانستان کې د ستونزو له سياسي حل لارې او د سولې له هوکړې سره سم به په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو دریځ هم په ډاګه شي.

د ناتو عمومي منشي ينس ستولتنبرګ د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې يوې خبرې غونډې ته څرګنده کړې، چې په افغانستان د ستونزو له سياسي حل وروسته به په دې هېواد کې د ناتو هېوادونو پر حضور هم خبرې وشي؛ خو اوس دا له وخته مخکې ده، چې په اړه يې څه وويل شي.

نوموړي دا خبرې د نيوزليند له لومړۍ وزيرې جاسيندا اردرن سره له ليدو وروسته يوې خبرې غونډې ته کړې دي.

ستولتنبرګ د طالبانو او امريکايي لوري ترمنځ د مذاکرتو د روان بهير څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل، چې دوی له دې ټولو هڅو څخه ملاتړ کوي.

هغه زیاتوي: پدې اړه څه ويل به له وخت مخکې وي؛ خو د سولې له هوکړې ملاتړ اړین دی.

د ناټو عمومي منشي دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې له تېرو شپږو ورځو راهیسې طالبان او امريکايي لوری په قطر کې سره جرګه شوي، چې د افغانستان قضيه له سياسي لارې حل کړي.

Trending

Exit mobile version