تازه خبرونه

په افغانستان کې د داعش په وړاندې د امریکا عملیات حقیقي نه دي- حامد کرزی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار په اچین کې د داعش پر مرکزونو د امریکا د تر ټولو ستر بم غورزولو د پخواني ولسمشر حامد کرزي تنده غصه راپارولې او وايي، چې داعش او امریکا له یو بل سره هیڅ توپیر نلري او په افغانستان کې د داعش په وړاندې د امریکا پوځي عملیات حقیقي نه دي.

دغه راز حامدکرزي په ډاګه کړې، چې وسلوال طالبان د افغانستان پر نیمه خاوره واکمن او دا یو حقیقت دی؛ ځکه ، نو روسیه حق لري، چې له طالبانو سره اړیکې ټينګې کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له امریکا غږ تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د نړۍ ستر قدرتونه په افغانستان کې له سخت دریځو څخه د الې په توګه کار اخلي؛ نو په وینا یې روسیه حق لري له وسلوالو طالبانو سره اړیکې ټينګې کړي.

په کابل کې د روسیې سفیر الکساندر مانتسکی هم له وسلوالو طالبانو سره خپلې ګټي شریکې ګڼي؛ خو وايي، چې له دې ډلې سره د پردې تر شاه پټې اړیکې نلري.

د نوموړي په وینا؛ روسیه له طالبانو سره هیڅ پټ کار نلري او نه هم روسیه په افغانستان کې له امریکا سره سیالي کوي. که افغان حکومت وغواړي؛ نو روسیه تیاره ده، چې د منځګړي په توګه د دولت او وسلوالو طالبانو تر منځ، چې یو سیاسي جریان دی، د سولې د خبرو زمینه برابره کړي.

افغان حکومت په دې اړه غبرګون نه ښيي؛ خو له دې مخکې یې ټینګار کړی، چې د سیمې هېوادونه وسلوالو طالبانو ته د مشروعیت په ځای باید د دولتونو پر اړیکو تکیه وکړي.

افغان دولت په دې باور دی؛ هغه هېوادونه، چې سخت دریځي د خپلو موخو لپاره کاروي، خپلو اهدافو ته نه شي رسیدای.

خبریال: باعث حیات.

Trending

Exit mobile version