تازه خبرونه
په روان کال کې ۹۳ زره ټنه ممیز او طبي بوټي صادر شوي
د هېواد د ممیزو صادراتو ادارې مسوولین وايي؛ په روان کال کې ۹۳ زره ټنه ممیز او طبي بوټي صادر شوي، چې د تېر کال په پرتله په کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د ممیزو صادراتو ادارې مسوولین وايي؛ دې ادارې دا ظرفیت پیدا کړی، چي سوداګرو ته د صادراتو د بهیر د معیاري کولو لپاره د نړۍ ۱۹۵ هېوادونو د کیفیت ټاکلو پاڼې ورکړي.
دوی اندېښنه څرګندوي، چي د خصوصي سکتور نږدې د ېرش سلنه صادروونکي بیا د کیفیت ټاکلو له پاڼي پرته صادرات کوي، چې دا کار ملي صادراتو ته زیان رسوي.
د ممیزو د صادراتو ادارې رییس سید عظیم هاشمي وایي، چې د ممیزو د صادراتو ادارې د کرنیزو محصولاتو د کیفیت ټاکلو لپاره پوره ظرفیت پیدا کړی؛ باید ټول سوداګر لدغه بهیره ګټه پورته کړي او هغه، چې د کیفیت له ټاکني پرته صادرات کوي؛ د هېواد کرنیز محصولات به زیانمن کړي.
د سوداګرۍ نړیواله خونه هم اړوند ستونزه مني، چې ځیني سوداګر اوس هم د کیفیت له ټاکلو پر ته خپل صادرات ترسره کوي، چې د ستونزې د حل لپاره یې باید حکومت خپلې هڅې چټکې کړي.
د سوداګرۍ نړیوالې خونې دعمل پلاوي رییس قدیر بهمن وایي: مونږ منو، چي دا ستونزه شته؛ خو حکومت باید پخپله د دغې ستونزي د حل لپاره هڅې پیل کړي، چې د سرغړوونکیو مخه ونیول شي.
د هېواد د ممیزو د صادراتو ادارې مسوولین وايي، د تېر په پرتله د هېواد کرنیزو محصولاتو پروسس او راټولول له پنځوس سلنې ډېر معیاري شوي او نور هم د معیاري کیدو پر لوري روان دي.
خبریال: اسلم حجاب