بلخ @ps
په بلخ ولسوالۍ کې د یو جهادي قومندان په ګډون ۵ کسان وژل شوی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د بلخ ولایت وسلوالو مخالفانو تېره شپه د بلخ ولسوالۍ د سیمه ییزو پاڅونوالو او پولیسو پر پوسته وسلوال برید کړی، چې په کې د یو جهادي قومندان په ګډون د دغو ځواکونو ۵ کسان وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
د بلخ والي ویاند منیر احمد فرهاد د پېښې پخلی کړی او وایي، چې په دې برید کې جهادي قومندان قاري محمد سردار، چې د پاڅونوالو غړی و هم وژل شوی دی.
د بلخ ولایت دغه ولسوالي یوه ناامنه ولسوالي ده، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې طالبان تل پر امنیتي پوستو بریدونه کوي.