تازه خبرونه
له تېرو درې میاشتو راپدیخوا په فراه کې ۵۱۰ وسلوال طالبان وژل شوي
د فراه امنیه قومندان وایي، له تېرو درې میاشتو راپدیخوا په فراه ولایت کې ۳۳۱ وسلوال طالبان وژل شوي او ۱۷۹ نور تپیان دي.
د فراه امنیه قومندان رحمت الله صدیقي په فراه ولایت کې د امنیتي حالاتو د ارزونې تر څنګ په یوه جوړه شوې ناسته کې څرګنده کړه؛ د تېرو درې میاشتو په لړ کې یو زیات شمېر وسلي هم د نظامي عملیاتو پر مهال د امنیتي ځواکونو لاسته راغلي دي.
نوموړی زیاتوي، په فراه ښار کې ۸۰ تنه نور د جنایي جرمونو او تروریستي کړنو پر تور د پولیسو لخوا له وسلو سره یو ځای نیول شوې دي.
د فراه والي محمد شعیب ثابت وایي، اوس څو بهرني هېوادونه وسلوالو طالبانو ته په ورځنۍ توګه پرمختللې او عصري وسلي ورکوي؛ داسې پرمختللې وسلي، چې تر اوسه د فراه امنیتي ځواکونه ورته لاسرسی نلري.
دغه راز فراه والي د دې ولایت ټولو نظامي او ملکي چاوراکو ته امر کړی، چې خپل کاري راپورونه دې خلکو ته وړاندې کړي، چې خلک د دوی پر لاسته راوړنو او ناغېړیو پوه شي.
سره لدې ټولو لاسته راوړنو بیا هم د فراه اوسیدونکي د امنیتي ستونزو له ډېریدو اندېښمن شوي او وایي، چې د فراه په پشتکوه او مرکز کې د امنیتي پوستو شاتګ د فراه پر ښاري خلکو امنیتي ساحه راتنګه کړې ده.
خبریال: خوشحال ځلاند