تازه خبرونه

په افغانستان کې د جګړې د دوام هیڅ پلمه نشته – اشرف غني

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر محمد اشرف غني ټینګار کړی؛ زه ډاډه یم، چې سوله راځي؛ ځکه په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره هیڅ پلمه نده پاتې.

ولسمشر محمد اشرف غني، چې د یکشنبې پر ورځ(د کب ۵) د سوداګریزو توکو د لومړنۍ جوپې د پرانیستي د مراسمو لپاره نیمروز ولایت ته سفر کړی و او په دې اړه یې یوې جوړې شوې ناستې ته یو ځل بیا په هېواد کې د سولې پر ټینګښت ټینګار څرګند کړ.

ولسمشر اشرف غني وویل، چې په افغانستان کې د جګړې د دوم لپاره د وسلوالو مخالفانو لپاره هیڅ پلمه نشته او طالبان باید د خلکو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي او له جګړې لاس واخلي.

ولسمشر محمد  اشرف غني وایي؛ سوله کیدونکې ده او زه ډاډه یم، چې جګړې غزولو ته پلمه نده پاتې. عالمانو په ځلونو دغه موضوع وړاندې کړې او په مشورتي جرګه کې به ټول خلک ونډه ولري، چې د سولې مالکیت هم خلکو ته وسپارل شي.                

له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني پر ټاکلې وخت د ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې د ټاکنو په بهیر کې هیڅ دولتي او حکومتي بنسټ د لاسوهنې حق نلري او خپله بې طرفي به وساتي.

دغه راز ولسمشر اشرف غني ټینګار کوي؛ د سترو برنامو عملي کول د حکومت د کارونو لومړیتوب  دی، چې هېواد له ستونزو سره مخ نشي او له دغو برنامو خلک هم باید ملاتړوکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د آریانا نیوز او د افغانستان د آزادو رسنیو ملاتړ ادارې نظر پوښتنې په ډاګه کړې، چې خلک سولې ته تږي دي او سوله له ټاکنو غوره بولي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version