بلخ @ps
په جوزجان ولایت کې د یو قومندان په ګډون ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د جوزجان ولایت په فیض آباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر هوایي او ځمکنیو بریدونو د یو قومندان په ګډون ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت د فیض آباد ولسوالۍ په میملک کلي کې کوماندو ځواکونو د دغې ولسوالۍ لپاره د وسلوالو طالبانو د قوماندان مولوي ظریف په ګډون ۱۸ طالبان وژلي دي.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ مولوي ظریف په دې ولایت کې پر دولتي ضد هڅو تورن پېژندل شوی دی.
په فیض آباد ولسوالۍ کې دغه عملیات د وسلوالو طالبانو د ځپلو لپاره پیل شوي او له طالبانو څخه د دغې ولسوالۍ تر پاکولو به روان وي.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه د دغو عملیاتو په اړه څه ندي ویلي.
جوزجان ولایت د شمالي ولایتونو یو ناامنه ولایت دی، چې په لیرې پرتو سیمو کې یې طالبان پراخې هڅې لري.