تازه خبرونه

په افغانستان کې د اوسپنې وېلي کولو صنعت د تړلو له ګواښ سره مخ شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د اوسپنې وېلي کولو ټولنې غړي وايي؛ په سکتوري وزارتونو کې داسې کړۍ شته، چې غواړي په هېواد کې د اوسپنې د وېلي کیدو صنعت له منځه یوسي.

د افغانستان د اوسپنې وېلي کیدو پر سکتور۴۵۰ میلیون دالر پانګونه شوې او ۱۲ زره هېواد وال په کې کار کوي.

د اوسپنې وېلي کیدو سکتور مسوولین وايي؛ د ولسمشر د فرمان له مخې باید په ساختماني برخه کې له کورنیو تولیداتو استفاده وشي؛ خو سره لدې بیا هم په ساختماني پروژو کې له ایراني ساختماني توکو ګټه اخیستل کیږي.

دوی له حکومته د تعرفې د لوړولو، د داغمه اوسپنې د قاچاق د مخنیوي او د ولسمشر د هغه فرمان پلي کیدل غواړي، چې د دغه صنعت د پیاوړتیا په اړه ورکړ شوی دی.

د اوسپنې وېلي کیدو د فابریکو ټولنې رییس پرویز خواجه زاده وایي؛ د نظام په داخل او بهر کې یو شمېر کړۍ شته، چې د اوسپنې وېلي کیدو د فابریکو سکتور ته ستونزې رامنځته کوي.

نوموړی له حکومته غواړي، چې د کورنیو تولیداتو د ودې او پرا ختیا لپاره باید ګمرکي تعرفی لوړي شي پرته لدې به په هېواد کې د دغه صنعت فابریکې خپل کارونه ودروي.

د اوسپنې وېلي کیدو ټولنې مرستیال عصمت الله وردګ ویلي، چې مونږ هم په دې خاوره کې مالیه ورکوو؛ خو سره لدې هم په بدو حالاتو کې ژوند کوو. د لته مو پانګه راوړې؛ خو ستونزو ته مو د ولسمشر اشرف غني په ګډون هیچا پام ندی کړی.

د افغانستان د کارګرو ټولنې مسوولین هم وايي، چې حکومت باید د اوسپنې وېلي کیدو ټولنې مسوولینو ته د ډاډ  وړ آسانتیاوې برابرې کړي.

دوی زیاته کړې، چې په دې سترو او پراخو صنعتونو کې خلکو ته د کار بېلابېلې زمینې برابریږي.

د کارګرو ملي ټولنې رییس معروف قادري وایي، که په هېواد کې مو دغه صنعت وده او پراختیا ومومي؛ خلکو ته به د کار زمینه برابره شي، نو حکومت او مسوولین باید دغه سکتور ته زیاته پاملرنه وکړي.

دا، چي د ماليې، سوداګرۍ او کورنیو چارو وزارتونه ولي د اوسپنې وېلي کولو فابریکو د ستونزو د حل لپاره څه نکوي؛ اړو ند بنسټونو تر دې دمه پدې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version