بلخ @ps

په بلخ کې د نوي کال مراسم د ولسمشر په حضور کې پيل شول

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشر نوی کال د ولسمشرۍ د ټاکنو کال بللی او څرګندوي، چې نور ورته د ټاکنو د تقویم بدلون د منلو ندی.

د بلخ په مزارشریف ښار کې په لومړي ځل د نوي کال مراسم د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې ترسره شول. 

ولسمشر ۱۳۹۸ لمریز هجري کال د ولسمشرۍ د ټاکنو کال وباله او په ډاګه یې کړه، چې نور ورته د ټاکنو د تقویم بدلون د منلو وړ ندی.

هغه وایي، ټاکنې به رڼې او بی پرې وي.

ولسمشر په دې مراسمو کې وویل، چې په نوي کال کې به د آمو سیند د غاړې استنادي دیوالونه جوړ او بلخ به د منځنۍ آسیا او چین پر دروازه بدل کړي.

د بلخ والي اسحاق رهګذر وايي، چې په دغه ولایت کې پر ۱۵۰ پرمختیایي پروژو کار روان دی او تر اوسه هم چمتال، چهاربولک، دولت آباد او شورتیپه ولسوالۍ ناامنه دي.

د نوي کال د مراسمو ګډونوال په ښار کې د امنیتي تدابیرو پر نیولو خوښ دي او یو شمېر کډوال وايي؛ هیله من دي، چې په نوي کال کې به په بېلابېلو برخو کې یو لړ پرمختګونه رامنځته شي.

د مزار شریف د نوي کال په مراسمو کې زرګونه کورني او بهرني میلمانه ګډون کوي او خلک تمه لري، چې نوی کال د امنیت او هوساینې کال وي.

د یادونې ده، چې نوی کال د هېواد په پېلابېلو برخو کې په بېلابېلو بڼو نمانځل کیږي.

 

Trending

Exit mobile version