بلخ @ps
په بلخ کې د هندبال فدراسیون پرانیستل شو
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په مزارشریف ښار کې د هندبال فدراسیون د لومړي ځل لپاره په کار پیل وکړ.
د دې ورزشي فدراسیون مسوولین وایي، د هندبال د ودې لپاره له مرکزه روزونکي راغوښتل شوي دي.
دا لومړنی فدراسیون دی، چې په بلخ کې کار پیلوي.
په بلخ کې د هندبال فدراسیون مسوول مصطفی محب وایي، د پیاوړتیا لپاره مو له مرکزه غوره روزونکي راغوښتي دي.
د نوموړي په وینا؛ دا فدراسیون د بلخ د المپیک کمیتې تر چتر لاندې جوړ شوی او د دغه ورزش ودې ته لازم پروګرانونه لرو.
په بلم کې د المپیک کمیتې مسوول روکی سرخوش وایي، دا فدراسیون د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې ګټور ګڼل کیږي.
په بلخ کې د ورزش د ودې لپاره یو لړ کارونه شوي؛ خو ورزشکاران وایي لکه، چې تمه ده په برخه کې له لازمو امکاناتو برخمن شوي نه يو.