تازه خبرونه

په روان جنګ کې د امریکا او اروپا پر وسلو ماشومان وژل کیږي- پاپ فرانسس

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د نړۍ د کاتولیکانو مشر وایي، په افغانستان او منځني ختیځ کې جګړه؛ ځکه روانه ده، چې امریکا او اروپایي هېوادونه دغلته خپلې وسلې پلوري.

د نړۍ د کاتولیکانو مذهبي مشر پاپ فرانسس د ایټالیا په سن کارلوی انستیوت کې د وینا پر مهال لویدیځ هېوادونه او امریکا تورن کړل، چې په افغانستان او منځني ختیځ کې وسلې او پوځي تجهیزات پلوري.

نوموړي له ځوانانو وغوښتل، چې د جنګي وسلو او توکو پر ضد مبارزه وکړي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر پوښتي، چې ولې په یمن، سوریه او افغانستان کې جګړه ده؟ که هغوی جنګي وسلې نه درلودې، اصلاً به جګړه نه وه؛ خو هغوی د جګړې په حال کې دي، ځکه مونږ او د اروپا او امریکا پانګوالو وسلې وپلورلې، چې ماشومان ووژل شي.

پاپ دغه راز څرګنده کړې، چې که دا وسلې نه پلورل کیدای، په سوریه، یمن او نورو هېوادونو کې به جګړې نه وای.

نوموړي هغه هېوادونه، چې وسلې تولیدوي او د کړکېچ د زیاتیدو سبب کیږي، تر نیوکې لاندې ونیول.

پاپ فرانسس زیاته کړې؛ کومو هېوادونو، چې وسلې تولید کړي او پلوري یې باید وجدان یې د هر ماشوم د وژنې او د هرې کورنۍ د له منځه تلو له کبله په عذاب کې وي.

دا لومړی ځل دی، چې  پاپ فرانسس امریکا او اروپایي هېوادونه په نړۍ کې د جګړو د پراختیا سبب بولي.

خبریال: روهید اندیشمند

 

Trending

Exit mobile version