تازه خبرونه
په جلال آباد ښار کې ماین چاودنې ۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، په دې پېښه کې يو پوليس وژل شوى او د يو پوليس او شپږ ملکي وګړيو په ګډون اووه کسان ټپيان دي.
تر دې دمه د دې پېښې مسووليت چا پر غاړه ندى اخیستي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په جلال آباد ښار کې د ټولګټو ریاست پر يوه موتر چاودنه شوې وه.