تازه خبرونه
په روزګان کې د مولوي شرف الدین ۱۸وسلوال طالبان وژل شوي
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه بریدونه په روزګان ولایت کې د طالبانو د پوځي مشر مولوي شرف الدین پر مرکزونو تر سره شوي دي.
ویل کیږي، چې په دې بریدونو کې ۱۸ وسلوال طالبان وژل شوي، ۶ میله درنده وسله، ۷ میله سپکه وسله، ۴۷ کړۍ د وسایطو ضد ماینونه، ۵ قبضې لاسي بمونه، ۵ پایې مخابرې، سلګونه سپکې او درندې مرمۍ، په ډېر شمېر البسه او پوځي تجهیزات اړوند ځواکونو تر لاسه کړي دي.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.