تازه خبرونه

په افغانستان کې د ملکي وګړيو د زیانونو د مخنیوي لپاره اوربند ته اړتیا ده- خلیلزاد

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د خپور شوي راپور د تلفاتو په اړه وایي، چې د عامو خلکو د وژني د مخنیوي لپاره د حکومت او طالبانو تر منځ اوربند ته اړتیا ده.

هغه په خپل تویت کې دا هم په ډاګه کړې، چې د ملکي وګړیو ځاني زیانونو خواشینی کړی او باید په دې هېواد کې د وینو توییدل ودریږي.

د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو راپور، چې تېره ورځ خپور شوی څرګندوي، چې د ملکي وګړیو زیانونه د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه لږ شوي دي.

په یاد راپور کې راغلي، چې د روان میلادي کال په لومړیو څلور میاشتو کې ۵۸۱ عام وګړي وژل شوي او ۱۱۹۲ نور ټپیان دي. ملګرو ملتونو څرګنده کړې، چې عامو خلکو ته ۳۹ سلنه زیان طالبانو، ۱۲ سلنه داعشیانو، ۱۷ سلنه د افغانستان امنیتي ځواکونو او ۱۳ سلنه هم نړیوالو ځواکونو اړولی دی.

زلمي خلیلزاد ویلي، چې عامو خلکو ته ځاني زیانونه د اندئښنې وړ دي؛ خو زیاتوي، چې امریکایي ځواکونه عامو خلکو ته زیان نه رسوي او بریدونه هم پرې نکوي.

خلیلزاد د روان تاوتریخوالي او مرګ و ژوبلې د راکمولو لپاره پر اوربند ټینګار کوي او وایي، چې پرته له اوربنده بله د حل لار نشته.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ملکي زیانونو په اړه د ملګرو ملتونو خپور شوی راپور رد کړی او څرګنده کړې یې ده، چې په افغانستان کې د ملکي وګړیو د مرګ و ژوبلې لومړۍ درجه عاملين امريکايان دي او يوناما بايد د امريکا د ورځنيو زیان اړولو په اړه بې پرې قضاوت وکړي.

Trending

Exit mobile version