تازه خبرونه
په خوست ښار کې دوه بمي چاودنو ۷ کسان ټپیان کړي
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د خوست د امنیه قومندانۍ د رسنیو مسوول حیدر آریانانیوز ته ویلي، چې د ټپیانو روغتیایي حالت د ډاډ وړ دی او پولیسو پر وخت روغتون ته لیږدولي دي.
حیدر زیاتوي؛ په همدې ساحه کې یو بل ماین هم ځای پر ځای شوی و، چې د پولیسو لخوا له چاودنې مخکې کشف شو.
د دغو چاودنو پړه تر دې دمه چا پر غاړه نده اخیستې.