تازه خبرونه
په غور ولایت کې د طالبانو د صحرایي محکمې مسوول وژل شوی
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ افغان امنیتي ځواکونو تېره شپه د غورولایت د مرکز اړوند غلمین کلي کې د دغه ولایت لپاره د وسلوالو طالبانو د یوې ډلې مشر، چې د صحرایي محکمې مسوول هم و وژلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو عملیاتو په بهیر کې یو شمېر وسلې، مهمات او د طالبانو اړوند اسناد هم پولیسو ته پر لاس ورغلي دي.
دغه راز ویل کیږي، چې د عملیاتو په بهیر کې وسلوالو طالبانو ۶ موتر سایکلونه هم ویجاړ شوي دي.
طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.