تازه خبرونه

په تېرو پېنځه کلونو کې نوي زره جنايي پېښې رامنځته شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي، چې په تېرو پېنځه کلونو کې نوي زره جنايي پېښې رامنځته شوي او دمګړۍ هم له جنايي جرمونو سره په مبارزه کې پولیس له نیمګړتیاوو سره مخ دي.

په کابل کې جنايي پېښې مخ پر زیاتیدو دي او ښاریان یې سخت اندېښمن کړي؛ خو د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، چې د پېښو په مخینوي کې د خلکو مرستې ته اړتیا لري.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې له تېرو پېنځه کلونو راپدیخوا په ټول هېواد کې نوي زره دوه سوه دولس جنايي پېښې رامنځته شوي دي او اووه اویا زره دوه سوه اته اویا پېښې څېړل شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې د ارکان رييس امان الله چمتو وایي؛ په دې پېښو کې وژنې، غلاوې او انسان تښتونې د ټینګار وړ دي، چې په اړه یې ۱۱۴۹۸۹ کسان نیول شوي او عدلي ارګانونو ته سپارل شوي دي.           

د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وایي، چې موږو ته ورته کله له یوې سوړې سرراوباسي او کله له بلې او په همدې توګه په تېښته کې دي. پولیس پرې شپه و ورځ بریدونه کوي او پرې برلاسي هم لري

د کورنیو چارو وزارت لخوا د خلکو رابلل شویو استازیو خپل وړاندیزونه چارواکو ته وسپارل.

د خلکو استازي اندېښنه لري، چې ورځ تر بلې جرایم ډېریږي او له چارواکو غواړي، چې وړاندیزونو ته یې باید پاملرنه وشي.

د کابل اوسیدونکی حبیب وایي، چې غلا روانه ده، تښتونې کیږي او د خلکو وژنې د اندېښنې وړ دي.

د کابل اوسیدونکی احمد شاه وایي، چې د خلکو وړاندیزونه دې پلې شي.                 

د خلکو په باور؛ که د پېښو مخنیوی ونشي، له ترهګریزو بریدونو به یې خلکو ته زیان ډېر وي.

کورنیو چارو وزارت ډاډ څرګندکړی او وایي، چې د دغه وزارت د نوې تګلارې له مخې به د جنايي پېښو په مخنیوي کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته او له مجرمینو سره به جدي او قانوني چلند وشي.

Trending

Exit mobile version