تازه خبرونه

په خوست کې بې وسلې پولیس دندې پیلوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د امنیتي چارواکو په وینا؛ ولسي پولیس بې وسلې پولیس دي، چې د قومي شوراګانو په توګه رامنځته او د دولت او خلکو ترمنځ اړیکې تنظیموي.

د خوست د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشرانو او دیني عالمانو ټینګار کړی، چې له دې وروسته به د ولسي پولیسو په نوم له دولت سره همکاري کوي.

د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو رییس جنرال همایون عیني وایي، د دې تشکیلاتو رامنځته کولو هدف دا دی، چې دولت د بې وسلو کسانو پرمټ له خلکو سره د ستوونزو حل ته ورسیږي.

نوموړی زیاتوي، ولسي پولیس په ولسوالیو او کلیو کې له ځایي مشرانو او دیني عالمانو جوړ تشکیلات دي، چې د ولس او  دولت ترمنځ به اړیکې تنظیموي.

د خوست والي مرستیال شیربادشاه  ارګونی هم په دې ولایت کې د ولسي پولیسو رامنځته کیدل اغېزناک بولي او  وایي، له دې وروسته به قومي مشران او دیني عالمان د مسوولیت له مخې د ستوونزو پر وخت له دولت سره همکاري کوي.

د خوست امنیه قومندان جنرال  فیض الله غیرت وایي، د قومي مشرانو دغو شوراګانو ته به پېنځه ورځې زدکړې ورکړشي، چې له هغې وروسته به په خپلو سیمو کې د ولسي پولیسو په نوم له دولت سره د خلکو اړیکې تنظیم کړي.

مشران ژمنه کوي، چې دوی به د افغان دولت کلکه دفاع کوي.

قومي مشران صدیق الله  نظیم او جلندرشاه  له دغې پرېکړې ملاتړ وکړ او په ډاګه یې کړه، چې د ولسي پولیسو په چوکاټ کې د خپل نظام  خدمت کوي او ستونزې به د خبرو له لارې اواروي.

دا په داسې حال کې ده، چې کورنیو چارو وزارت  د ملي پولیسو ترڅنګ، سیمه ییز پولیس هم رامنځته کړي دي، چې هغوی وسلوال او د خپلو سیمو د امنیت خوندي کولو مسوول دي؛ خو ولسي پولیس بیا له ځآيي مشرانو جوړ تشکیلات دي، چې د خبرو اترو له لارې د دولت او خلکو  ترمنځ همغږي رامنځته کوي او د ستوونزو لپاره د حل لارې لټوي.

خبریال: فریدالله ظاهر.

Trending

Exit mobile version