تازه خبرونه

په افغانستان کې د طالبانو جنګ مشروعیت نه لري- حکمتیار

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د حزب اسلامي مشر، چې له څو ورځو راهیسې په لغمان ولایت کې راڅرګند شوی؛ نن یې د رسنیو، خپلو پلویانو او د ولسي جرګې د یو شمېر غړیو په شتون کې طالبان په دې وګواښل، چې په هېواد کې یې نامشروع جنګ روان ساتلی دی.

د حزب اسلامي مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار طالبانو ته په خطاب کې وویل، چې روانه غیر مشروع او غیر اسلامي جګړه دې ودروي او د سولې بهیر ته دې درناوی وکړي. کنه؛ نو د خلکو له وژلو پرته به بل څه تر لاسه نکړي.  

ښاغلی حکمتیار وایي؛ طالبانو ته مې پیغام دادی، چې جنګ له ویرانۍ او وژنې پرته بله پایله نه لري؛ اسلام او د مسلمانانو سرلوړي په روانه جګړه کې تر لاسه کولی نشئ،ځکه روان جنګ شرعي جنګ نه دی. راشئ د افغانستان د جوړولو لپاره د ورورۍ لاسونه ورکړئ او خپلو موخو او اهدافو ته د سولې له لاري ځانونه ورسوئ.  

د نورستان پخوانی والي جمال الدین بدر وایي،  په هېواد کې د ښاغلي حکمتیار سیاسي، جهادي او مذهبي نفوذ ته په کتو نوموړی کولی شي یو شمېر ستونزې تر خپل اغېز لاندې راولي.

سیاسي شنونکی عصمت الله قانع وایي، حکمتیار کولی شي په هېواد کې حالات بدل او یو شمېر ډلې قانع کړي، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لار خپله کړي.

په افغانستان کې د حکومت د څرګندونو له مخې؛ څه نا څه شل ډلې د نظام په وړاندې په  وسلواله جګړه کې ښکېل دي او هڅې کوي، چې پردي خپلو موخو ته ورسوي.

وبه لیدل شي، چې له حکومت سره د حزب یوځای کیدل او د حکمتیار هر اړخیز نفوذ به څومره د روان تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.    

د یادونې وړ ده؛ که حکومت د حکمتیار له نفوذه مشبته ګټه پورته کړي، په امنیتي، سیاسي او دفاعي برخو کې به غوره پایلې ولري.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version