تازه خبرونه

په افغانستان کې اداري فساد د سولې راتلونکی او د قانون حاکمیت زیانمن کړي- م.م

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ملګري ملتونه وايي، چې اداري فساد په افغانستان کې د قانون حاکمیت کمزروی او د سولې راتلونکی له خطر سره مخ کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یوناما په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې په اړه په خپل درېیم راپور کې څرګنده کړې، چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت هڅو مثبته پایله نده ورکړې.

دغې ادارې له اداري فساد سره مبارزه نومي تازه راپور کې په ډاګه کړې، چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت هڅو په ځينو برخو کې د افغانانو پر ژوند هیڅ مثبته اغېزه نده کړې.

په راپور کې د افغانستان ملي شورا د داسې یوه بنسټ په ټوګه یاده شوې، چې له قانون څخه سرغړونو او له مجازاتو څخه له تښتې سره یې مرسته کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تادامچی یاماموتو وایي: له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغان دولت هڅو د افغانانو د ژوند له ښه کولو سره هیڅ ډول مرسته نده کړې. مونږ ته څرګنده شوه، چې په حقوقي برخو او پالیسو کې له ځينو اصلاحاتو سره سره اوس هم اداري فساد، سولې او ښه ژوند ته د افغانانو د رسیدو په برخه کې ستر خنډ دی.

د ملګرو ملتونو په دغه راپور کې راغلي، چې اداري فساد د قانون واکمني کمزروې کړې او جنایتونو ته یې زمینه برابره کړې ده.

نوموړی زیاتوي: اداري فساد د قانون واکمني کمزورې کړې او ډېرو جنایتونو ته یې زمینه برابره کړې ده. دغې چارې یوه خبیثه کړۍ رامنځته کړې، چې له مجازاتو څخه د تیښتې کلتور یې پیاوړی کړی. تر ټولو مهمه دا، چې اداري فساد د سولې راتلونکی هم له خطر سره مخ کړی دی.

په دغه راپور کې د افغانستان ملي شورا د یوه داسې بنسټ په توګه یاده شوې، چې له قانون څخه د معافیت کلتور ته یې وده ورکړې. ملګرو ملتونو ویلي، چې افغان دولت له اداري فساد سره د مبارزې او د ولسمشریزو ټاکنو له لویو آزموینو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version