تازه خبرونه
په خوست کې پنځوس سلنه ښوونځي ودانۍ نلري- خوستیان
د خوست اوسیدونکي وايي؛ په دې ولایت کې د نورو ستونزو ترڅنګ یوه يې هم د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالی دی، چې په ډېری ولسوالیو کې زدکوونکي له شنه آسمان لاندې زدکړې کوي.
دوی وايي، کلونه، کلونه ورسره په دې برخه کې د ستونزو د اوارۍ ژمنې شوې دي.
د دوی په خبره؛ پنځوس سلنه ښوونځي، چې ډېریې په بېلابېلو ولسوالیو کې دي ودانۍ نلري او مسوولین باید سږکال ورته پاملرنه راواړوي.
د خوست ولایت د پوهنې رییس نصیر احمد روښان بیا د پوهنې په برخه کې د ښه والي له هڅو خبره کوي او وايي؛ سږکال به د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې تر سل ښوونځیو پورې نوې ودانۍ جوړې شي، چې د زدکوونکیو پر وړاندې به د سرپنا ستونزه تر ډېره راکمه شي.
د خوست د پوهنې ریاست د مسوولینو په خبره دا مهال په دې ولایت کې دری سوه پنځوس زره زدکوونکي پر زدکړو بوخت دي، چې څلوېښت سلنه يې نجونې دي.
خبریال: فریدالله احمدزی