بلخ @ps

په جوزجان کې د جهادیار په ګډون ۵۰ وسلوالو طالبانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

امنیتي چارواکو ویلي، تېره شپه طالبانو له درې خواوو د جوزجان ولایت په قرقین او قوش تپه ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي؛ خو د امنیتي ځواکونو له ټینګار سره مخ شوي دي.

د جوزجان امنیتي سرچینو څرګنده کړې، چې په دې نښتو کې ۲۹ وسلوال طالبان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي.

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د هېواد په شمال زون کې د طالبانو عمومي قومندان جهاد یار هم وژل شوی، چې مړی یې له یوه ټپي طالب سره امنیتي ځواکونو تر لاسه کړی دی.

دغه راز ویل کیږي، چې په دې نښتو کې ۶ امنسیتي سرتېري هم وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version