تازه خبرونه

په افغانستان کې له نیمایي ډېر خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې؛ په افغانستان کې له نیمایي زیات خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

د جون اوومه، چې د غبرګولي له ۱۷ سره برتابره ده په ټوله نړۍ کې د خوړو خوندیتوب نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې.

عامې روغتیا وزارت د دغې ورځې په مناسبت ویلي؛ د هغو افرادو په شمېر کې زیاتوالی راغلی، چې په خوار ځواکۍ تورن دي.

دغه وزارت د هغه څه له کبله خبرداری ورکوي، چې دوی یې د خوارځواکۍ ناروغي پراختیا بولي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند زیاته کړې، چې دا مهال دوه میلیون ماشومان او نږدې پېنځه سوه زره ښځې په خوار ځواکۍ اخته دي.

احمدشاه   نومی یېنه(ځیګر) پلورونکی، چې خلک یې میرو نوموي؛ له زرګونه کارګرو یو دی، چې شپه او ورځ یې د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ورکه کړې ده.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، د دې وضعیت د مخنیوي لپاره کرنیزې پروژې تر لاس لاندې دي.

د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان له نیمایي ډېر خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي؛ ناامني، وزګارتیا، د اقتصادي ودې پڅوالی، د مرستو کمی او د پانګونې لږوالی د خوړو د نه خوندیتوب مهم موارد دي.

Trending

Exit mobile version