تازه خبرونه

په خوست کې د حقاني شبکې ۱۲ غړي وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت عمومي ریاست ځانګړیو ځواکونو د خوست ولایت په صبري ولسوالۍ کې د حقاني شبکې پر یوه پوځي مرکز برید کړی دی.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې عملیاتو کې د حقاني شبکې ۱۲ قومندانان او سرګروپان وژل شوي، یو ټپي دی، درې مشکوک کسان له سیمې نیول شوي او یو شمېر پوځي تجهیزات امنیتي ځواکونو ته ترې پاتې دي.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ دغو کسانو د وسلو په لیږد رالیږد، وژنو او ورانکاریو کې لاس درلود.

Trending

Exit mobile version