تازه خبرونه
په جلال آباد ښار کې چاودنې ۲۰ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
چاودنه د نازیانو ولسوالۍ د سیمه ییزو پاڅونوالو د قومندان ملک دهقان د ورور پر موتر شوې او ټپیان سیمه ییز روغتون ته استول شوي دي.
د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ په ټپیانو کې د اهل هنود یوه نجلۍ هم شته او د یو شمېر ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.
ولسمشرۍ دغه پېښه په کلکه غندلې او له اړوند بنسټونو یې غوښتي، چې د پېښې په اړه پوره څېړنه وکړي.
تر دې دمه کومې ډلې د پېښې پړه پر غاړه نده اخیستې.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو په دې ولایت کې د سولې له بهیر سره د ۱۷ طالبانو او داعش جنګیالیو له یو ځای کیدو خبر ورکړی دی.